دوهم بن او د افغانستان بیا ځلیدا
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                        

د ۲۰۱۱ کال د دیسمبر په پنځمه به د بن ښار کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي . دې کنفرانس کې به د جرمني په کوربتوب او د افغانستان په مشرۍ د نړۍ  له ۹۰  څخه د زیاتو هیوادو  او نړیوالو ټولنو استازي ګډون ولري . کنفرانس کې به نوموړي هیوادونه،  افغانستان  کې د نړیوالو ټولنې د اوږدې مودې په پایښت ، د امنیتي چارو د لیږد په ګړندیتوب اوعادي ژوند ته د یاغیانو د بېرته ستنېدو په اړه  پخپلو پخوانیو ژمنو او دریځونو یوځل بیا ټينګار وکړي . د افغانستان استازیتوب به د افغان دولت په مشرۍ ولسمشر کرزی مخې ته بیايي .

 د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازی وايي، د بن دوهمي غونډي ته سياسي ډلي نه دي بلل شوي، بلکي هلته به د دولتونو د استازو په کچه خبري اتري تر سره کيږي .

د بن دوهم کنفرانس به یو ځل بیا د افغانانو بیرغ پر ټوله نړي ورپوي او افغاني مسایل به د ټولې دنیا د رسنیو په سر کې ځای ولري . افغانستان به چې پخوا د اسیا د لويي وچې زړه ګڼل کېده دا ځل بیا د ټولې نړۍ د خوځنده زړه په حیث نړیوالو ته ورمعرفي شي . د کنفرانس په دومره لویا او د افغانستان په هومره ځلیدا به افغانان او زموږ دوستان خوښ شي ، نږدې او لری مخالفین او د سرلوړي افغانستان بدخواهان به نور هم شرمنده او سرټيټې شي !

د بن دوهم کنفرانس په  داسې مهال جوړیږي چې څه وخت مخکې دودیزې لويي جرګې افغان دولت ته ، نړیوالو سره د ګډوګټورو تړونونو د لاسلیک په ملاتړ سلا او مشوره ورکړې وه . دا ځل د تېر په خلاف چې هلته ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بن لومړي نړیوال کنفرانس کې مشري پر غاړه درلوده ، افغانان خپله د بن دوهم کنفرانس کې د افغانستان مشري پر غاړه لري .

ډېری افغانان دوهم بن ته په دې هیله دي چې دلته هغه نیمګړتیاوي او ختاوې بیا تکرار نه شي چې په لومړي بن کې رامنځته شوې وي . په لومړي بن کې د افغاني موقت دولت په جوړښت کې منځلارو ، دموکراتو او سوله پالو ځواکونو ته په واک کې برخه نه وه ورکړل شوی . موقت دولت جګړه مارو ، جهادي او مافیايي ځواکونو ته حواله شوی و چې د افغانستان ستونځه يي پيچلې او د سیمې د ګاونډیانو لاسوهنې ته يي نوره هم لاره اواره کړه . د ملي اردو او نورو امنیتي ځواکونو روزنې او اکمال ته پوره پاملرنه نه وه شوې او یوازې هغو جګړه مارو ته د هیواد امنیت سپارل شوی و، چې دوی یوه لسیزه مخکې په کورنۍ جګړه کې کابل او نور هیواد وران کړی او افغانان يي په وینو کې لمبولي وو. خو اوس په کور دننه د افغانستان ، سیمې او نړۍ حالاتو پوره تغییر کړی او وضعه د بن د لومړي کنفرانس په مهال کې نه ده پاتې .

خو لکه چې مخکې هم ورته اشاره وشوه ، د بن غونډه په کور دننه او هم په سیمه او نړیواله کچه دوستان او مخالفان دواړه لري .     

د مدنې ټولنې په یوې سروې کې چې د څوارلسو بېلا بېلو بنسټونو پر مټ د ۶ میاشتو په مهال د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۵۰۰ تنو څخه په پوښتنو ګرویګنو چمتو شوې ، ویل کیږي چې ډېری افغانان د بن دوهم کنفرانس خپل برخلیک لپاره مهم ګڼي .

په افغانستان کې د بشري حقونو د کمېسيون مرستيال فهيم حکيم وايي دې سروې کې " د خلکو غوښتنه دا وه چې د دايمي سولې په اړه دې پر څلورو ټکو ټينگار وشي . لومړى د امنيتي ټينگښت ، دويم ښه حکومتوالي ، د قانون حاکميت او د معافيت د فرهنگ له منځه تللل »  نوموړی زیاتوي  « هغه کسانو چې دې نظر پوښتنه کې يي برخه اخيستې افغانستان کې بې عدالتي، د قانون د پلي کوونکو ادارو کمزورې کړنې ، پراخ اداري فساد او مجرمينو ته سزا نه ورکول ، د سولې د راتگ په لاره کې ستر خندونه بولي . BBC »

د حق او عدالت په نوم یو نوی ګوند چې ځان د افغان حکومت سیاسي اپوزیسیون بولي «  د دې ګوند ویاندې ازیتا رفعت د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د بن کنفرانس په نوم خپله یوه اعلامیه هم ولوستله، چې په کې له بهرنیو لاسوهنو څخه د افغانستان د خوندی ساتلو لپاره ځینې مهمې سپارښتنې موجود دي.

د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره له
۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د ایساف او ایتلافي ځواکونو د یو شمېر سرتیرو د حضور دوام لازمي دی. له دې پرته دا امکان موجود دی، چې افغانستان یو ځلې د سیمه ایزو سیالیو په ډګر بدل او په دې ډول د کورنیو جنګونو د بیا پیلیدو سبب شي . د بن دویم کانفرانس باید دا واضح کړي، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته افغانستان یوازې نه پرېږدي.  

د بن نړیوال کنفرانس د مخالفینو په سرکې ، پنجابي واکمنان او د هغوی تالې څټی راتللای شي . « د افغانستان ولسمشرحامد کرزي، د بون نړیوال کنفرانس په درشل کې، پر پاکستان تور پوري کړ چې په افغانستان کې د سولې خبرې له خنډ سره مخامخوي . ښاغلي کرزي د جرمني شپېګل مجلې ته په مرکه کې وویل : تردې دمه دوی په خواشینۍ سره له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرو د ملاتړ وړاندیزونه رد کړي دي.

 

ولسمشر کرزي شپېګل مجلې ته ویلي چې پاکستان له پیل څخه طالبانو سره د افغانستان د حکومت ټولې خبرې یا د خبرو هڅې سبوتاژ کړي دي. تاند »

همدانګه ایرنا د راپور له مخې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان د حزب اسلامي ګوند ویندوی هارون زرغون کابل ته د دغه ګوند د یو پلاوي د استولو او د بن په دوهم کنفرانس کښې د ګډون لپاره د افغانستان له حکومت سره ددغه ګوند د خبرو اترو په اړه وروستي خبرونه او راپورونه هسې آوازې وبللي .
هارون زرغون وویل د افغانستان حزب اسلامي ګوند حتی په مشروط ډول هم د بن په دوهم کنفرانس کښې ګډون نه کوي .
دا په داسي حال کښې دي چې ددغه ګوند یوغړي قریب الرحمان سعید څو ورځي وړاندې په یوه بیانیه کښې ویلي
و که دغه ګوند ته بلنه ورکړل شي نو د یوه خپلواکه او سیاسي لوري په توګه به د بن په دوهم کنفرانس کښې ګډون وکړي . »

یو شمیر افغانان بیا د بن ښار کي راټول شوي او ددې کنفرانس د جوړېدو پر ضد يي مظاهره وکړه ، دوی ویل د بن کنفرانس د جنایتکارانو غونډه ده .

که څه هم مظاهره او نیوکه د هر افغان مدني حق دی ، خو که افغانان په هغه لار لاړشي چې د سیمې سراښ ګاونډیان يي غواړي ، خپلې پښې پخپله وهي او په ناخبره او یا باخبره توګه د مخالفینو په ژرنده اوبه ورسموي .

زه دلته د افغانستان د راتلونکي ځلا او لویا لپاره د خپل یوه ګاونډي او مسلمان پاکستان  سره د پرتلې لپاره د یو لري پروت  دوست هیواد جرمني اندتوګه د بېلګې پتوګه رااخلم :  

« دافغانستان او جرمني د مدني ټولنو دفعالينو غونډه په المان کې جوړه شوه . د افغاني مدني ټولنې د فعالينو هيئت چې په ترکيب کې يې اتلس تنه نارينه او شپاړلس تنه ښځې شته او دبن په کنفرانس کې د گډون په مقصد المان ته تللي دي ددغه هيواد له فعالينوسره يې يوه ګډه غونډه جوړه کړه.  دې غونډه کې د افغانستان اوپاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم خبري وکړي او ويي ويل چې نړيواله ټولنه هيڅکله دې ته حاضره نه ده هغه تيروتنه تکرار کړي چې له افغانستان څخه د وخت دشوروي پوځونو له وتلو وروسته ترسره کړه .

ده وويل جرمني اونړيواله ټولنه هيڅکله نه غواړي چې افغانستان هير کړي .

په دې غونډه کې د جرمني د دفاع پخواني وزير خبري وکړي او ويي ويل :

د جرمني امنيت د هندوکش دغرونو په امنيت پوري اړه لري »

څنګه چې د افغانانو غوښتنه ده ، تمه ده چې افغاني پلاوی د بن غونډه کې د افغاني ټولنې لومړیتوبونه وړاندې کړي او په دې اړه نړیواله پاملرنه او ملاتړ ځانته واړوي . کنفرانس کې باید افغان لوری هیواد ته د راستنېدو سره سم  د ښه حکومت کولو ، قانون د پلیتابه ، د فساد په وړاندې د غوڅې مبارزې او د جنګي مجرمینو په وړاندې د انتقالي عدالت د پلیتوب ژمنه یو ځل بیا تازه کړي.

د سراښو ګاونډیانو ، پاکستان او ایران په وړاندې د یوه څرګند دریځ په غوره کولو سره د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کړي .

د ۲۰۱۱ کال د ډیسمبر ۴ مه  

 

 

 


December 6th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات